ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

د سرپرست حکومت ویاند وايي، چې په روان کال کې به په هېواد کې لویې اقتصادي پروژې لکه کاسا زر، ټاپي، افغان ټرانس او ځینې نورې هغه پروژې چې د انرژۍ د انتقال لپاره ډيزاین شوي، پيل شي. د نوموړي په خبره د دې پروژو په پیل کېدو سره به د هېوادوالو اقتصادي ستونزو د کمښت تر څنګ خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي. د خصوصي سکټور غړي د سرپرست حکومت څخه د لویو سیمییزو پروژو د کارونو د عملي پيل غوښتنه کوي. دوی زیاتوي، چې د لویو پروژو د کارونو پيل او تکمیل کولی شي، د هېواد په اقتصاد باندې ژور او مثبت اغېز ولري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *