ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

وايي هوږه د زکام درملنه ده، د وینې فشار او د کولیسټرول کچه ټیټوي او د نورو دردونو دوا هم ده. ایا دا څرګندونې ساینس تایید کړې؟ او څنګه کولای شئ په خپلو ورځنيو خوړو کې ډېره هوږه وخورئ.

ایا هوږه په ټوله کې د روغتیا لپاره ښه ده؟

د ماشومانو د تغذيې متخصص او د برتانيا د تغذيې د ټولنې وياند باهي ونديبور وايي: “هوږه زياته اندازه پوتاشيم، فاسفورس، زېنک، سلفر او په معتدله اندازه مګنيزيم، منګنيز او اوسپنه لري. کولای شو دا یو حیرانونکی بوټی وبولو.”

“خامه هوږه د الیسین له اړخه بډایه ده، یو عضوي سلفر مرکب، چې ډېری روغتیایي ګټې لري. هوږه نه یوازې د بدن لپاره د اړینو مغذي موادو پراخه سرچینه ده، بلکې د پری بیوټیک فایبري سرچینې په توګه هم مهمه ګڼل کېږي او د کولمو باکتریاو ته د مغذي موادو چمتو کولو لپاره حیاتي رول لري. بې ضرر میکروبونه د هاضمي سیسټم روغتیا ډاډمنتیا لپاره دغه فایبر ته اړتیا لري.”

ایا هوږه د وینې غوړ او فشار ټیټوي؟

روغتیا

په ۲۰۱۶ کال د ایران په اصفهان پوهنتون کې یوه څېړنه ترسره شوه، چې ګډون کوونکو پکې اته اوونۍ هره ورځ ۲۰ ګرامه هوږه او یوه څمڅۍ د لیمو اوبه څښلې.

د څېړنې پایلې مثبتې وې او د دوی د کولېسټرول او وینې فشار کچه راټیټه شوه.

په ورته کال کې یوې بلې څېړنې ښودلې چې د هوږې خوړل کولای شي د وینې فشار ټیټ کړي.

خو که د سټینفورډ پوهنتون نظر وپوښتئ، بل ځواب به ترلاسه کړئ.

په ۲۰۰۷ کال کې د دغه پوهنتون څېړونکو د یوې څیړنې پایلې خپرې کړې.

دوی دا “زوړ باور” ردوي چې هوږه د کولیسټرول کموونکې ده.

په هغه څېړنه کې، پر ۲۰۰ کسانو چې د کولیسټرول کچه یې نورمال وه، شپږ میاشتې هوږه وخوړه او ولیدل شول چې هوږه خوړل د وینې کولیسټرول (اېل ډي اېل یا بد کولیسټرول) په کمولو کې هېڅ اغېزه نلري.

د دې څیړنې لیکوال پروفیسور ګارډنر وايي: “په څېړنه کې هره ورځ د هوږې یو پلی کارول شوی و.”

ایا څېړنو ښودلې چې هوږه کولای شي د زړه ناروغۍ مخنیوي په برخه کې د ډاکټر ګارډنر ذهن بدل کړي؟

روغتیا

هغه وايي: “زموږ څېړنه د ۲۰۰ کسانو په ګډون، په شپږو میاشتو کې په لوړ کیفیت او د متخصص ځواک په مرسته ترسره شوې او د امریکا د روغتیا ملي انسټیټیوټ یې د یو اعشاریه څلور میلیونه ډالرو مالي ملاتړ کړی و.”

“دا به ما لپاره جالبه وي، که زموږ له څېړنې راهیسې په داسې اعتبار او دقت سره بله څېړنه ترسره شوې وي، او که دا ډول څېړنه شوې وي، غواړم په اړه یې پوه شم.”

ډاکټر ګارډنر زیاتوي: “دا د منلو ده چې هوږه روغتیا ته ډېرې ځانګړې ګټې لري. خو دا اسانه کار نه دی چې دا ګټې په سمه او علمي طرحه سره د معتبرو څېړنو په بڼه کې ښکاره کړي.

ایا هوږه د سرطان ضد خاصیت لري؟

د ناروې د ساینس او ټېکنالوژۍ په پوهنتون کې پروفیسور ماریت یوټرلي او د هغه همکارانو هم دا موضوع د سرطان په اړه د پوهنتون د څېړنې د یوې برخې په توګه څېړلې ده.

“موږ وموندله چې د تازه هوږې زوښا (همدارنګه تازه هوږه) د سیلولر فشار میکانیزم فعالوي. دا د هغو حجرو پاکولو یا ویجاړولو کې مرسته کوي، چې د پروټین نوي کولو او تولید کې ستونزه لري (هغه حالت چې د سرطان ناروغان یې تجربه کوي). موږ فکر کوو چې پر سرطان د هوږې مثبتې بیولوژیکي اغېزې خورا مهمې دي.”

څېړونکې ډلې د تازه هوږې او ایتانول یو ګډوله شربت جوړ کړ چې د سرطان څو ډولونو لپاره ګټور او اغېزناک زباد شو.

ایا هوږه د زکام مخه نیسي؟

که څه هم ځینې کارپوهان په دې اړه شک لري، خو داسې څېړنې شوي چې ښيي هوږه د زکام مخه نیسي. د لویدیځ سیډني پوهنتون پروفیسور مارک کوهن په دې برخه کې څېړنې ترسره کړې.

د هغه څېړنې د دې نظر د رد یا منلو لپاره کافي شواهد نه دي موندلي، که څه هم هغه په دې فکر دی چې هوږه په دې برخه کې ګټوره ده.

“داسې شواهد شته چې د انتاناتو سره د مبارزې لپاره هوږه د ملاتړي کار کوي، او هوږه د انټي مایکروبیل او انټي ویروس ځانګړتیاوې لري. وروستیو څېړنو ښودلې چې هوږه د ویروس ضد خاصیت لري او کولای شي د بدن حجرو ته د ویروس د ننوتلو مخه ونیسي.”

څنګه کولای شو، په خپل خوراک کې ډېره هوږه شامله کړو؟

روغتیا

ونډیبویر وايي: “که هوږه ګټورې ځانګړتیاوې ولري، په دوامداره توګه او په منظمه توګه په خپل رژیم کې د هوږې شاملول د ښې روغتیا کونجي ده.”

خو په دې برخه کې کومه جامع نسخه نشته، هدف دا دی چې په اونۍ کې لږ تر لږه یو ځل په خپلو خوړو کې هوږه وکاروئ.

هوږه د خونې په حرارت کې وساتئ

“کلکه هوږه واخلئ، په یخ ، وچ ، تیاره ځای کې یې وساتئ، په یخچال کې یې مه ږدئ. که د هوږې پلی نرم شوی وي یا رنګ یې بدل شوی وي او د پوټکي لېرې کولو پرمهال یې رنګ نسواري ډوله وي، خرابه شوې، مه یې کاروئ.”

ایا هوږه د هرچا لپاره ښه ده؟

روغتیا

ونډیبویر وايي: “د ځینو خلکو لپاره، هوږه د هاضمې ستونزو لامل کېږي.” له بده مرغه، د هوږې خوړل ځینو خلکو لپاره پېچلتیاوې رامنځته کوي، په ځانګړې توګه هغه خلک چې د کولمو سنډروم لري. له همدې امله ټولو، په ځانګړې توګه د کولمو په سنډروم اخته ماشومانو لپاره مهمه ده، چې د هوږې پر وړاندې د زغم اندازه یې وسنجول شي.”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *