ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د شل‌اوريزو لوبو لوبډلمشر او نړیوال ستوری راشد خان وايي، افغانستان سره د لوبو لغوه کولو په اړه د اسټراليا د کرېکټ بورډ وروستۍ پرېکړې ځورولی دی.

خان خپلې تازه مرکه کې ويلي، د اسټراليا په دې پرېکړې سره به دی په بېګ باش سوداګريز کرېکټ ليګ کې د لوبېدو په اړه بيا فکر وکړي.

د هغه په وينا، “تاسې (اسټراليا) نه غواړئ چې زما له ملګرو سره لوبه وکړئ، خو خپل ليګ کې زما لوبېدل غواړئ، دا سره څه توپير لري نو؟ يعنې زه خپل هېواد او ملګري پرېږدم؟”.

اسټراليا څه موده وړاندې افغانستان سره د شل‌اوريزو لوبو لړۍ د نه ترسره کولو پرېکړه اعلان کړه او لامل يې ورته افغانستان کې د نجونو او ښځو ته د تعليم او نورو حقونو نقضول ګڼلی ؤ.

افغان کرېکټ بورډ بيا د دې پرېکړې په غبرګون کې ويلي ؤ، چې سياست او لوبې بايد جلا وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *