ش. قوس ۱۰ام, ۱۴۰۳

په داسې حال کې چې نن او سبا د سالنګونو په ګډون د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې د سختو بارانونو، واورې او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا بیا راروانه اوونۍ د افغانستان په مرکزي، سویل، سویل ختیځو او لوېدیځو سیمو کې د اورښت د نوې څپې خبرداری ورکړی دی.

دغه ادارې په خپل تازه راپور کې چې تېره ورځ خپور شوی وړاندوینه کړې چې په ځینو سیمو کې به په ورځنۍ ډول ۳۰ ملي مترو پورې اورښت وشي.

اوچا دغه اورښتونه ځکه د اندېښنې وړ بللي چې د راپور په ټکو د اوبو زېرمې ډکې شوي او د سېلابونو د راوتو اټکل هم کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر د راپور پر بنسټ د روان میلادي کال د اپرېل له ۱۰مې تر ۱۶مې د افغانستان مرکزي، شمالي، شمال لوېدیځو او سویلي سیمو سخت بارانونه او سېلابونه تجربه کړل.

په راپور کې راغلي چې د دغه اورښتونو له امله لس کم ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې، ۳۶ تنه مړه او ۴۷ تنه نور ټپیان شول.

خو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د اسلامي امارت د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق وړمه ورځ رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي وو چې له کوچني اختر راپه‌دېخوا د سېلابونو او بارانونو له امله لږ ترلږه اویا تنه مړه شوي او ۵۶ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر یا اوچا په راپور کې دا هم راغلي چې د دغو اورښتونو له امله ۱۹۸ کورونه په بشپړ ډول له‌منځه تللي او ۷۳۸ نور په قسمي ډول زیانمن شوي ډي.

د دې ترڅنګ ۴۶ کورنۍ بېځایه شوي ۴۷۰ څاروي تلف شوي او ۶۳زره ۷ سوه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

بادغیس، فراه، هلمند، کابل، کندهار، لغمان، ننګرهار، پروان او ارزګان هغه ولایتونه یاد شوي چې تر نورو ډېر زیانمن شوي دي.

په همدې حال کې یو شمېر سېلاب ځپلې کورنۍ وايي، له وړاندې له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان وو او وروستیو اورښتونو لا پسې وځپل.

د نورستان او فاریاب دوه اوسېدونکو حاجي میراجان او عبدالرحمان رسنيو ته خپل نظرونه شریک کړي دي.

حاجي میراجان وویل: “درې څلورو ځایونو نه غټې تېږې راوغورځېدلي دي. د ولسوالیو او مرکز لارې بندي دي، تر اوسه هیچا اقدام نه دی کړی، د خلکو له وسې بهر کار دی دا. لارې بندې دي او ناروغانو او مسافرو ته یې لوی تکلیف جوړ کړی دی.”

د فاریاب اوسېدونکی عبدالرحمان وايي: “په فاریاب کې سخت سېلابونه راوتلي دي، لارې یې خرابې کړي دي، پشتون کوټ، المار، چلګزي او اغاحصار ولسوالۍ کې یې خلکو ته ډېر زیانونه اړولي دي.”

زیانمن شوي کسان د اسلامي امارت او مرستندویه ادارو نه د عاجلو مرستو غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا د سالنګونو په ګډون د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې د سختو اورښتونو، تالندې، واورې او سیلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *