ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

د بلخ د چمتال ولسوالۍ د سب سټېشن بیارغونه، د شبرغان – دشت الوان د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا پروژې د پاتې کار بشپړېدل او د نور الجهاد سب سټېشن رغول او نصبول هغه مهمې پروژې دي چې په وروستیو کې پلې شوې ده.

د برېښنا شرکت مسوولین په یوه خبري غونډه کې وایي، په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې د څه باندې درې میلیارده افغانیو په ارزښت د برېښنا د ۱۰۴ پروژو تړونونه لاسلیک شوي دي.

د برېښنا شرکت عملیاتي رییس وایي، د بلخ د چمتال ولسوالۍ د سب سټېشن د بیارغونې، د شبرغان- دشت الوان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا پروژې د پاتې چارو بشپړېدل، د نورالجهاد سب سټېشن د رغونې او لګولو، د غزني – کندهار د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د مزي لیږدول په تېر کال کې د برېښنا شرکت له مهمو کارکړنو دي.

د برېښنا شرکت عملیاتي رییس، عبدالرحمن رحماني و ویل: «د بلخ د چمتال ولسوالۍ د سب سټیشنونو کارونه بشپړ شوي. د چمتال سب سټیشن د څلور میګاواټه برېښنا ظرفیت لري. دغه سب سټیشنونه د اسلامي امارت پر کورنۍ بودجې چې ۶۸ میلیون افغانۍ تخمین شوي جوړیږي.»

د برېښنا شرکت د مالومات لمخې، په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې له ګاونډیو هېوادونو شاوخوا پنځه اعشاریه ۷۶ میلیارده کیلو واټه برېښنا پېرل شوې او له ازبېکستان، ترکمنستان، تاجېکستان او ایران سره هم تړونونه شوي چې په روان کال کې به له دغو هېوادونو ۶ اعشاریه ۷ میلیارده کیلو واټه برېښنا وپېرل شي.

برېښنا شرکت وايي: (د برښنا شرکت شمېرې ښيي چې تېر کال له ازبیکستانه د ۱۰۵ میلیونه ډالرو، له تاجیکستان څخه د ۷۱ میلیونه ډالرو، له ترکمنستان څخه د ۶۴ میلیونه ډالرو، له ایران څخه د ۴۸ میلیونه ډالرو او له کورنیو شرکتونو څخه د ۳۶ میلیونه ډالرو په ارزښت برښنا پېرل شوي ده.)

د برېښنا شرکت ویاند، حکمت الله میوندي و ویل: : «په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۶ اعشاریه ۷ میلیارد کیلواټه برېښنا پلان شوې چې وپېرل شي.»

د دغه شرکت مسوولین وایي، تېر کال یې عواید او پورونه هم په رڼه توګه را ټول کړي او برېښنا شرکت د برېښنا له ضایعاتو د مخنیوي لپاره یوه طرحه هم وړاندیز کړې ده.

د برېښنا شرکت تجارتي مرستیال، میرویس عطايي په دې اړه و ویل: «برېښنا شرکت هڅه کوي څو داسې یوه طرحه ترتیب کړي چې په پام کې نیول شوې بودجه داسې و کارول شي چې ضایعات یې کم وي.»

د برېښنا شرکت عملیاتي رییس دغه راز ډاډ ورکوي چې په نږدې راتلونکي کې به د کاسا زر پروژې چارې هم عملا پیل کړي او هڅه کیږي چې د برېښنا په برخه کې لا زیاته پانګونه را جلب کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *