ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

باختر اژانس د سوداګرۍ او صنعت وزارت په حواله ویلي چې دغه خونه د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې ښه رول لرلی شي.

قزاقستان وروسته تر هغه په هرات ولایت کې د سوداګرۍ څانګه پرانیزي چې هرات څو ورځې وړاندې د قزاقستان، ترکمنستان, ا.ا.ا او افغان سوداګرو د یوې غونډې کوربه و.

هغې غونډه کې موافقه وشوه چې هرات کې به یو لوی لوجیستیکي مرکز هم پرانستل کیږي.

ا.ا.ا که څه هم تراوسه د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو د روسیې او چین په ګډون د سیمې او ګاونډ یوشمېر هېوادونه ورسره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پالي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *