ش. قوس ۱۰ام, ۱۴۰۳

د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي راشدخان ویلي په بغلان او نورو ولایتونو کې د سېلاب ځپلو د لاسنیوي لپاره د مرستو د راټولولو کمپاین پيلوي.

راشدخان په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په وروستیو سېلونو کې خلکو ته په اوښتيو زیانونو خواشینی دی او هر څه یې چې په وس پوره وي د زیانمنو د مرستې لپاره یې ترسره کوي.

راشدخان تر دې مخکې هم د طبیعي پېښو له زیانمنو په تېره بیا د هرات او پکتیکا له زلزه ځپلو سره د کمپاینونو له لارې مرستې کړي.

تر راشدخان مخکې یوه افغان سوداګر میرویس عزیزي هم ژمنه کړې چې سېلاب ځپلو خلکو ته یې ۵۰ میلیونه افغانۍ مرسته ځانګړې کړې ده.

سوداګر او د پېښور زلمي کرکټ لوبډلې مالک جاوید افریدي هم له سېلاب ځپلو افغانانو سره د لسو میلیونو پاکستاني روپیو مرسته اعلان کړې.

د بغلان په سېلابونو کې د مړو شمېر ۳۱۵ او د ټپیانو ۱۶۳۰ ته رسېدلی دي

 یادونې ده چې نه یواځې د افغانستان په بغلان ولایت کې بلکې پرون په بدخشان، تخار، غور، فاریاب او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د سېلابونو له امله د لسګونو کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی او ویل شوي چې خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي چې هره شېبه د بدلون په حال کې دي.

د دغو سېلابونو په ځانګړې ډول په بغلان کې د وروستیو مرګونو سېلابونه په اړه بېلابېلو سازمانونو او هېوادونو خواخوږي ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ته منسوب په یوه پیغام کې چې د دې سازمان په ویبپاڼه خپور شوی د خواخوږۍ تر څنګ راغلي چې ملګري ملتونه او شریکان یې په افغانستان کې سېلاب ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو په لپاره ا.ا.ا چارواکو سره په همغږۍ بوخت دي.

د اسلامي همکاریو سازمان هم په یوه اعلامیه کې له خپلو غړو هېوادونو هم د خواشینۍ په ښودلو سره له خپلو غړو د نړۍ له نورو هېوادونو او مرستندویه سازمانونو غوښتي چې له سېلاب ځپلو افغانانو سره ژر تر ژره ژوند ژغورونکي مرستې وکړي.

هممهاله، د افغانستان لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان مشرې، ماریا مویتا هم په خپله ایکس پاڼه زیانمن شوي خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

بریتانیا، متحده عربي اماراتو، ترکیې، قطر، ایران، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو هم په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو په ځانګړي ډول د بغلان له سېلاب ځپلو سره د خواخوږۍ پیغامونه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د غويي په ۲۳مه د یوې خبرتیا په خپرولو سره د غويي تر ۲۴مې نېټې پورې د افغانستان د سیندیزو حوزو په ځانګړې ډول د بدخشان، تالقان، بغلان، پنجشېر، غوربند، کابل، لوګر، میدان وردک، کونړ او لغمان سیندونو په لارو کې د سېلابونو د راوتلو، بارانونو، واورې وېلې کیدلو او د اوبو د کچې د لوړوالي خبرداری ورکړی.

دغه شان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست خبرداری ورکړی و چې نن د غويي ۲۳مه به هم بغلان، بدخشان، تخار، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان او ننګرهار کې اورښتونه کېږي چې ورسره د سېلابونو د راوتلو خطر هم شته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *