ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

سیمه ییز چارواکي وايي، یوه مسافر وړونکې الوتکه چې ۷۰ کسان پکې سپاره وو، په قزاقستان کې لوېدلې ده.

د قزاقستان د بېړنیو چارو وزارت په وینا، لومړني راپورونه ښيي چې له ۳۰ ژوندي پاتې شویو کسانو ۲۲ یې روغتون ته لېږدول شوي. د اذربایجان ایرلاینز دا جې ۲-۸۲۴۳ الوتنه د اذربایجان له پلازمېنې باکو د روسیې ګروزني ښار ته کېده.

د رویټرز خبري اژانس لخوا تایید شوې وېډیو ښیي چې الوتکه په لوړ سرعت د ځمکې خوا ته د راکوزېدو په حال کې وه او ټایرونه یې ډېر ټیټ وو. د الوتکې د ځمکې ناستې هڅې وروسته څو ثانیې، د اور لویې لمبې پورته شوې.

یاد هوايي شرکت ویلي چې الوتکې له اکټاو څخه تقریباً درې کیلومتره (۱.۹ میله) لېرې “د بېړنۍ ناستې” هڅه وکړه. د فلاییټ رادار۲۴ وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، دا الوتکه د چهارشنبې پر ورځ د ګرېنویچ پر وخت سهار ۳:۵۵ بجې) له باکو الوتلې وه او شاوخوا ۰۶:۲۸ کې غورځېدلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *