ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، کابل کې یې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او پکتیکا کې یې د پاکستان هوايي بریدونو په تړاو ورته خپل احتجاج په ډاګه کړی.

حافظ ضیا احمد چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند دی پر خپل اېکس پاڼه لیکلي چې د پاکستان سفارت شارژدافیر ته یې د “پاکستاني پوځ دا تېری په کلکه غندلی دی”. نوموړی زیاتوي: د افغانستان د حریم ساتنه یې د حکومت لپاره سره کرښه ده او دغه ډول بې مسوولیته کړنې عواقب لري.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي، د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د تېرې شپې هوايي برید کې ۵۱ تنه وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

اې‌ اېف‌ پي خبري اژانس د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې ویلي چې د پکتيکا ولايت څلور سيمې په نښه شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *