۲۶ کلن هندي ډاکټر سلیمان الماجد هم په دغه پېښه کې وژل شوی دی
دوبۍ: د متحده عربي اماراتو (UAE) د راس الخیمه ښار په سواحلو کې د یوې کوچنۍ الوتکې د لوېدو له امله د یوه پاکستاني پیلوټ په ګډون لږترلږه دوه کسان مړه شوي.
دا پیښه د دسمبر په ۲۶ نیټه وشوه چې د یکشنبې په ورځ د ملکي هوایي چلند عمومي ادارې (GCAA) تایید کړه او ویې ویل چې د علت معلومولو لپاره څیړنې روانې دي.
پیلوټه چې د فریانزا پروین په نوم پیژندل شوې، ۲۶ کلنه پاکستانۍ وه چې په الوتکه کې مړه شوه او د هغې ملګري ۲۶ کلن هندي ډاکټر سلیمان الماجد پیژندل شوی.
ډیپلوماتیکو چارواکو ویلي چې د پیلوټ جسد به نن پاکستان ته وسپارل شي.
د شخصي سیاحتي هوايي چلند کلب الوتکه د سیاحت لپاره کارول شوې وه او په سمندر کې لوېدلې ده.
د سليمان پلار خليج ټايمز ته ويلي ، چې پېښه د شپې په دوه بجو د کووې روتانا هوټل ته څېرمه، ساحل ته څېرمه له الوتنې لږ وروسته رامنځته شوه. هغه الوتکه د لیدو لپاره کرایه کړې وه او کورنۍ یې د تجربې لیدو لپاره په کلب کې وه.