د امریکا جمهوري غوښتونکی سیاستوال مایک جانسن یو ځل بیا د امریکا د استازو د جرګې د رییس په توګه وټاکل شو. نوموړي په لومړي پړاو کې ۲۱۶ رايې خپلې کړې، چې له ټاکلي نصاب څخه دوه رايې کمې وې (۲۱۸ رايې). په هرصورت، جانسن وتوانید چې د رایې ورکولو په دویم پړاو کې اړین رایې ترلاسه کړي او د جرګې د رییس په توګه خپل موقف پیاوړی کړي.
د جرګې رییس په واشنګټن کې یو له خورا ځواکمنو پوستونو څخه دی چې د متحده ایالاتو د کانګرس ولسي جرګه کنټرولوي او د ولسمشر له مرستیال وروسته د ولسمشرۍ دوهم مقام دی.
دغه ټاکنې په داسې حال کې ترسره شوې، چې ولسي جرګه له داخلي سیاسي ننګونو سره مخ ده او د ګوندونو د غړو تر منځ د اختلافاتو په هواري او د هېواد په مهمو مسایلو کې د ولسمشر رول ډېر مهم دی.