ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

اسرائیلي حکومت په غزه کې له حماس سره د اوربند او د فلسطیني بندیانو بدل کې د یرغمل اسرائیلیانو خوشي کېدو هوکړه تائید کړه. له دې سره پر یکشنبه په غزه کې د اوربند عملي کېدو ته لار هواره شوه.

دا پرېکړه تېره شپه ناوخته پورې د اسرائیلي حکومت پراخې کابینې له غونډې وروسته اعلان شوه. دوو کیڼ اړخو وزیرانو د هوکړې پر ضد رایې ورکړه.

د اسرائیلي لومړي وزیر دفتر وايي، له دې مخکې امنیتي کابینې د هوکړې تائید سپارښتنې تر څنګ ویلي و، چې دا ”د جګړې هدفونو ترلاسه کولو ملاتړ کوي.”

د لومړي وزیر دفتر او حماس دواړو ویلي و، چې هوکړه یې نهايي کړې ده او له هغه دوې ورځې وروسته قطر، امریکا او مصر د هوکړې اعلان وکړ.

د هوکړې لومړي پړاو له مخې به چې شپږ اونۍ به دوام کوي، د ۳۳ یرغمل شویو اسرائیلیانو خوشي کېدو بدل کې سلګونه فلسطیني زندانیان خوشي شي.

په همدې پړاو کې به د غزې له ګڼ مېشتو سیمو اسرائیلي ځواکونه په شا شي، بې ځایه شویو فلسطینیانو ته به اجازه ورکړل شي، چې خپلو کورونو ته ستانه شي او په مرستو بار سلګونه لاریو ته به هره ورځ اجازه ورکول کېږي، چې غزې ته ننوځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *