ش. اسد ۱۱ام, ۱۴۰۴

۲۰۲۵ اګست ۲مه – وطن راډیو تلویزیون

د حکومت د حساب ورکونې له دوامدارې پروسې سره سم، څو ورځې وړاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خپل یو کلن کاري راپور له ملت سره شریک کړ. دا راپور د یاد وزارت له لورې د ترسره شویو خدمتونو، ننګونو، پرمختګونو او نړیوالو تعاملاتو یوه لنډه خو پراخه هنداره وړاندې کوي.

وطن راډیو تلویزیون نن د خپلواکو رسنیو د ژمنتیا له مخې، دغه مهم معلومات د خلکو د لا زیات پوهاوي او د شفافیت د اصل د تحقق لپاره له خپلو مخاطبینو سره شریکوي.

عمده ټکي:

🔸 په تېرو دریو میاشتو کې له ایران څخه ۱۲ لکه، له پاکستانه ۱.۸ میلیونه او له ترکیې ۵۱۳۴ افغان کډوال په زوره ایستل شوي دي.
🔸 د امیرالمؤمنین د عالي حکم پر بنسټ، د راستنېدونکو لپاره په ۲۹ ولایتونو کې ۳۸ ښارګوټي طرحه شوي، چې ځینې یې عملي شوي، او نور یې د پلي کېدو په درشل کې دي.
🔸 د پوهنې وزارت سره په همغږۍ، ۲۰ زره زده‌کوونکو ته د زده‌کړې زمینه برابره شوې ده.
🔸 د ۱۲ کمېټو له لارې، کډوالو ته د بیړنیو خدماتو د وړاندې کولو سیسټم فعال شوی، چې خوراکي، روغتیایي، ټرانسپورټي، استوګنځای او حقوقي ملاتړ پکې شامل دي.
🔸 له چین څخه د ۷۰ میلیونه ین مرستې ترلاسه شوي، چې خیمې، وسایط او نور تجهیزات پکې شامل دي.

نور مهم پرمختګونه:

له پاکستان، ایران او نورو هېوادونو څخه ۹۹۵۱ بندیان بېرته راوستل شوي.

د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره له کوربه هېوادونو سره ۱۲۵ تفاهمنامې لاسلیک شوې.

نږدې ۹۰ زره کورنیو ته د ځمکې د ترلاسه کولو پیژندنه شوې.

د بې ځایه شویو او راستنېدونکو لپاره ۴۲۱۶ سرپناه جوړ شوي دي.

د اقتصادي پیاوړتیا لپاره، ۴۲۱ زره کورنیو ته د مسلکي زده کړو او کاري فرصتونو زمینه برابره شوې ده.

د طبیعي پېښو له امله ۱۳۵۸۶ کورنۍ بې ځایه شوې، چې له جدي مرستو برخمنې شوې دي.

په ۱۱ ولایتونو کې ۴۹ پراختیايي پروژې پلې شوې، چې ارزښت یې له ۱.۱ میلیارد افغانیو او ۴.۴ میلیون ډالرو څخه زیات اټکل شوی.

د حقوقي، سیاسي او نړیوالو تعاملاتو برخه

وزارت له کوربه هېوادونو سره ګڼې دوه اړخیزې او څو اړخیزې ناستې کړي، د پاسپورټ، ویزې، اقامې او اسنادو تمدید ته زمینه برابره شوې، او د کډوالو شوراګانې فعاله شوي دي. همداراز، د مسلکي کدرونو د پېژندنې، راجلبولو، او تشویق لپاره عملي ګامونه پورته شوي دي.

پایله

وطن راډیو تلویزیون د حساب ورکونې پروسې ملاتړ کوي او باور لري چې دا ډول شفاف راپورونه د خلکو باور زیاتوي، د حکومت او ملت ترمنځ فاصلې راکموي، او د ملي همغږۍ بنسټ پیاوړی کوي.

یادونه: دا راپور د وطن راډیو تلویزیون له خوا د آزاد او ژمن ژورنالیزم په چوکاټ کې ترتیب شوی او د خلکو د عامه پوهاوي لپاره خپرېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *