کابل – وطن راډیو تلویزیون – ۲۰۲۵ اګست ۲مه
د افغانستان ملي سوداګر ښاغلي میرویس عزیزي د هېواد د انرژۍ په برخه کې ستره اقتصادي پانګونه اعلان کړه. د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د یادو پروژو د تړون د لاسلیک په مراسمو کې، ښاغلي عزیزي څرګنده کړه چې د ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت به د ۱۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید پروژې عملي شي.
د دوامدار برېښنا هیله، حقیقت ته نږدې شوې
میرویس عزیزي په خپلو خبرو کې وویل:
د دې پروژو له بشپړېدو سره به ټول افغانستان له ۲۴ ساعته دوامداره برېښنا برخمن شي، زرګونه هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي، کورني عواید به لوړ شي، او د کرنې او صنعت بهیر به وده وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې د ده یوازینی هدف، د افغان ولس د سیالۍ ځواک لوړول دي، نه سیاسي ګټې یا امتیازات. عزیزي ټینګار وکړ چې دا پانګونه د هېواد له اقتصادي خپلواکۍ، پرمختګ او تولید سره ژوره اړیکه لري.
د حکومت د ملاتړ ژمنه
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ښاغلي عبداللطیف منصور هم په دغو مراسمو کې ګډون کړی و. نوموړي وویل، افغانستان د برېښنا د تولید پراخې سرچینې لري، خو دغه منابع د سم مدیریت، پانګونې او همکارۍ غوښتنه کوي.
موږ چمتو یو چې له ملي او نړیوالو پانګهوالو سره بشپړه همکاري وکړو. دغه پروژې نه یوازې اقتصادي ارزښت لري، بلکې زموږ د انرژۍ د خودکفایۍ لور ته عملي ګام دی.
اقتصادي او ټولنیز اغېز
دغه ستره پروژه به د هېواد د برېښنا اړتیاوې تر ډېره پوره کړي، واردات به راکم کړي، او د برېښنا په برخه کې افغانستان له واردوونکي څخه صادروونکي هېواد ته واړوي. همداراز، د کار زمینه برابروونکی، کرنیز تولید لوړونکی، او د داخلي صنعت د ودې اساسي عنصر ګڼل کېږي.
وطن راډیو تلویزیون دا ډول مثبتو، ستراتیژیکو او ملي پانګونو ته د انعکاس ورکولو ژمنه لري، او له ټولو هغو افغان سوداګرو ملاتړ کوي چې د هېواد د پرمختګ لپاره رغنده ګامونه اخلي