د. سنبله ۱۰ام, ۱۴۰۴

د وطن ټلویزیون مشرتابه او منسوبین؛ د کنړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو په غمیزه خپل ژور خفګان ښیي.
د کنړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو وروستۍ زلزلې د هېواد په ختیځو سیمو کې د خلکو ژوند له ژورې غمیزې سره مخ کړ. د دې طبیعي پېښې په پایله کې ګڼ شمېر هېوادوالو خپل عزیزان له لاسه ورکړل، سلګونه نور ټپیان شول، او د استوګنې کورونه او عامه تاسیسات یې په کنډوالو بدل شول.
وطن ټلویزیون د دې درنې غمیزې په تړاو د ټولو متضررینو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي، همدردي او د زړه له کومي تسلیت څرګندوي. موږ د هېوادوالو، خیریه بنسټونو او ملي سوداګرو نه غوښتنه کوو چې د اسلامي ورورولۍ، ملي یووالي او بشري همکارۍ په بنسټ د زلزله ځپلو سره هر اړخیزه مرسته وکړي او د هغوی د ژوند د بیا رغونې په چارو کې فعاله ونډه واخلي.
دغه راز، وطن رادیو ټلویزیون له اړوندو دولتي او مرستندویو بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې د بیړني غبرګون او منظمې مرستې د برابرولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي، څو د متضررینو ژوند ته سمدستي رسېدنه وشي. وطن رادیو تلویزیون یوځل بیا په نړیوالو مرستندویه ادارو غږ کوي چې د افغانانو په دې غمیزه کې ځان شریک و بولي او خپلې بېړنۍ مرستې په دغه ستخت حالت کې ونه سپمئ.
الله تعالی دې د شهیدانو جنتونه نصیب کړي، ټپیانو ته عاجله او کامله شفا غواړو، بې‌سرپناه کورنیو ته د سکون او صبر توان غواړو او له لوی څښتن تعالی ج څخه غواړو چې زموږ ګران هېواد له دې ډول ناورینونو څخه خوندي وساتي.
د وطن تلویزیون اداره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *