ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

Month: سپتمبر 2023

د مراکش کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه هېواد کې د ریختر په کچه ۶ اعشاریه ۸ درجې زلزله کې د وژل شویو شمېر له ۲۰۰۰ اوښتی او همدومره نور ټپیان دي.

دغه وزارت زیاته کړې چې له ۱۴۰۰ د ډېرو کسانو ټپونه ژور دي او دا چې ډېره مرګ ژوبله او ویجاړي په الحوز، مراکش، ورزازات، ازیلال، شیشاوه او تارودان ولایتونو…

د افغانستان یوه مشهور پخواني جهادي‌ مشر عبدرب رسول سیاف د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې له خپلو مخالفانو سره د خبرو لپاره دې “مذکراتي پلاوی” وټاکي.‌

ښاغلي‌ سیاف دا څرګندونې د شمالي ټلوالې د پخواني وتلي قومندان احمد شاه مسعود د ۲۲ تلین په مناسبت یوې انلاین غونډې ته په خبرو کې کړې.‌ په دې غونډه…

بامیان کې د ۲۷ میلیون ډالرو په ارزښت تاریخي اثار او دوه مومیايي جسدونه نیول شوي

د ملي دفاع وزارت ۲۰۹ الفتح قول اردو په بامیانو کې د ۲۷ میلیونو ډالرو په ارزښت د څو لرغونو آثارو او عتیقه توکو د ضبط کېدو خبر ورکړی دی.سرچینې زیاته کړې، چې په ضبط شویو آثارو کې دوه بتان، دوه مومیايي جسدونه، یو د سرو زرو تاج، پنځه صندوقونه، دوې تورې او یو کتاب چې په سرو…

یوې زورورې زلزلې د مراکش مرکزي برخې لړزولې او د دې هېواد بهرنیو چارو وزارت مسوولینو په وینا له همدې کبله لږ تر لږه ۲۹۶ کسان مړه شوي دي.

ریهکټر په کچه د دې زلزلې شدت شپږ اعشاریه اته درجې یاد شوی دی. ویل کېږي، د زلزلې مرکز له مراکش نژدې ۷۱ کیلومتره لېرې په اطلس غرونو کې و…