ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

Month: سپتمبر 2023

د افغان کرېکټ ملي لوبډله د راتلونکي پنځوس اوریزه نړیوال جام لوبو ته تیاريو لړ کې متحده عربي امارتو ته رسېدلې ده. دوی به هلته د بدني ځواک تر څنګ نورو روزنیزو پروګرامونو کې هم بوخت وي. افغان کرېکټ بورډ نړیوال جام لوبو ته خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړې او درې نور احتیاطي لوبغاړي یې هم نومولي چې له لوبډلې سره به ملګري وي.

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د ۷ میلیارده ډالرو په پانګونې، د کانونو د کېندنې تړونونه لاسلیک شوي دي.

د طلوع نیوز په وینا د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون اففان وايي:«ایراني، چینايي، ترکي او برېټانیوي شرکتونو پانګونه کړې او په دغو اوو تړونونو کې د دوی د…

د ايران څخه څه باندې دوه زره کډوال چې شمېر یې دوه زره او ۶۷۸ افغانانو ته رسېږي، هېواد ته راستانه شوي دي.د هرات ولايت د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې يې ۱۴۶۴ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول، چې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ورسره وشوې.

په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد پولیس وایي چې د بلوجستان په ایالت کې یې د «غلام الدین شاهواني» په نوم د داعش یو مهم قومندان، چې په «الیاس شعیب» هم پېژندل کېږي، وژلی دی.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد پولیسو د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۱۳ (وږي۲۲) په اعلامیې کې ویل شوي دي چې پولیسو د معلوماتو په اساس د دغه قومندان په کور…

د پاکستان مخکینې لومړي وزیر شهباز شریف ویلي د ده ورور نواز شریف چې د پاکستان مسلم لیګ مشر دی، د اکتوبر پر ۲۱ مه پاکستان ته ستنېږي

د پاکستان مخکینې لومړي وزیر شهباز شریف ویلي د ده ورور نواز شریف چې د پاکستان مسلم لیګ مشر دی، د اکتوبر پر ۲۱ مه پاکستان ته ستنېږي.‌ شهباز شریف…