افغانستان د روان پنځوس اوريز نړيوال جام په لړ کې سرېلانکا ته په اوو ويکټو ماتې ورکړه.
افغانستان نن دوشنبه ، ۸ د لړم د ټاس په ګټلو سره سرېلانکايي لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه چې سرېلانکا په وروستي اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته د ۲۴۲ منډو هدف ورکړ.
د سرېلانکا له لوري تر ټولو ډېري منډې ۴۶ د پيل توپ وهونکي پاتوم نيسانکا وکړې.
افغان لوبغاړي د توپ اچونې په برخه کې ښه وځلېدل. فضل الحق فاروقي تر ټولو زياتې ۴، مجيب الرحمان دوې او عظمت الله عمرزي او راشد خان يوه-يوه ويکټ واخيسته.
د افغانستان له لوري د توپ وهنې پیل ښه نه و او د پيل لومړی لوبغاړی رحمان الله ګربز يې پر صفر له لاسه ورکړ خو تر دې وروسته د ابراهيم ځدراڼ او رحمت شاه تر منځ د ۷۳ منډو ملګرتيا افغانستان د هدف تر لاسه کولو ته نژدې کړ.
د افغانستان له لوري تر ټولو ډېري منډې ۷۳ عظمت الله عمرزي وکړې.د لوبې په وروستيو کې لوبډلمشر حشمت الله شهيدي او عظمت الله عمرزي د پنځوسيزو په وهلو سره وکولای شول چې لوبه په ۴۶ اور کې د اوو ويکټو په لرلو سره وګټي.د يادونې وړ ده چې افغانستان تر دې وړاندې په خپلو وروستيو دوو لوبو کې انګلينډ او پاکستان مات کړي دي او د نومبر مياشتې پر درېيمه به له نيدرلينډ سره لوبه ولري.