ش. قوس ۱۰ام, ۱۴۰۳

Category: سپورت

د ۵ بېلابېلو څانګو لوبغاړي د هانګ‌جو په آسيايي لوبو کې د ګډون لپاره چين ته ولاړلد افغانستان د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست د سې شنبې پر ورځ څرګنده کړه، چې د هېواد د سوک‌وهنې، اتلتیک، کورش، وزن پورته کولو او غېږ‌نیونې لوبغاړي په اسیايي لوبو کې د ګډون لپاره د چین هانګ‌جو ښار ته روان شول.ټاکل شوې، چې دغه لوبې راتلونکې شنبه (د تلې لومړۍ / د سپتمبر ۲۳ ) د ۴۵ هېوادونو په ګډون پیل شي.د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست ويلي؛ د دغو سیالیو په ۱۷ څانګو کې له ۱۰۰ ډېر افغان لوبغاړي ګډون کوي.

نن چارشنبه د سپتمبر ۲۰مه د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د پېژندل شوي ستوري‌ راشد خان د زوکړې ۲۵مه کلیزه ده.راشد خان پر افغانستان سربېره د نړۍ لروبر بې شمېره مینوال لري.نوموړی د کړېکټ‌ نړیوالې شورا لخوا په وروستۍ اعلان شوې درجه بندۍ کې د شل اوریز کرېکټ‌ تر ټوله غوره توپ اچوونکی او په یو ورځنیو سیالیو کې څلورم ښه الراونډر دی.‌هغه تر اوسه افغانستان لپاره په ۱۸۱ نړیوالو سیالیو کې لوبېدلی او ۳۳۶ لوبغاړي یې‌ سوځولي دي.

د افغان کرېکټ ملي لوبډله د راتلونکي پنځوس اوریزه نړیوال جام لوبو ته تیاريو لړ کې متحده عربي امارتو ته رسېدلې ده. دوی به هلته د بدني ځواک تر څنګ نورو روزنیزو پروګرامونو کې هم بوخت وي. افغان کرېکټ بورډ نړیوال جام لوبو ته خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړې او درې نور احتیاطي لوبغاړي یې هم نومولي چې له لوبډلې سره به ملګري وي.

د ازادو مبارزاتو افغان لوبغاړي نصرت حق پرست، نن سهار (یکشنبې د زمري په ۱۹مه)، وتوانېد د امتیازونو له توپیر سره خپل امریکايي سیال ته ماتې ورکړي.

حق پرست وتوانېد چې په درې رونډونو کې خپل سیال د امتیاز له توپير سره مات کړي.دغه سیالۍ د ازادو مبارزاتو نړیوال سازمان (ufc) له خوا په امریکا کې جوړه…