ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

د اونۍ تر ټولو مهم خبرونه

د اسرائیل کابینې په غزه کې د اوربند او یرغمل کسانو خوشي کېدو هوکړه تائید کړه
په امریکا کې د ځنګلونو د اور د کنټرول هڅې لاهم روانې دي، د اور وژنې کارکوونکي د اور د بندولو لپاره له سختو ستونزو سره مخ دي: د چارواکو لخوا د ۱۶ کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی.
مایک جانسن بیا د ولسي جرګې مشر وټاکل شو
د الوتکې د غورځېدو څېړنه

د مدیر انتخاب

په اروپا کې میشت افغان سوک وهنې ملي لوبډلې په نړیوالو سیالیو کې دوه د سرو او یو د سپینو زرو مدالونه وګټل.په دغو سیالیو کې حسیب ملک‌زاده په ۶۰ کیلوګرامه وزن کې او سلیمان سیغاني په ۷۵ کیلوګرامه وزن کې د سرو زرو او زړګي لغماني په ۶۳.۳۵ کیلوګرام وزن کې سپینو زرو مدالونه خپل کړل.دا سیالۍ د سویدن پر کوربه‌توب ترسره شوې.

روسیې پر نوي اتومي اوبتل د انتر‌کانتیننتال توغندي ازموینه وکړه

د روسیې دفاع وزارت د یکشنبې پر ورځ ( د لړم ۱۴ ) څرګنده کړې، چې روسیې پخپل نوي اتومي اوبتل امپراتور درېیم الکساندر نومی بولاوا بالستیک توغندی بریالی وتوغاوه، چې د اتومي خولۍ د لېږدولو وړتیا لري.د روسیې دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛ انترکانتیننتال بالستیک توغندی…