ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

Category: افغانستان

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په هېواد کې نږدې ۳۰ رسنیو چې ډېری یې غږیزې دي، په فعالیت پېل کړی دی.

دغه وزارت زیاتوي هڅه کېږي چې په ټول هېواد کې د رسنیو ستونزو ته رسېدنه وشي.د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال حیات الله مهاجر فراهي په دې هکله…

د اسلامي امارت د دفاع وزارت په خپله X ټولنیزه پاڼه کې اعلان کړی چې د وزارت انجینرۍ ټیمونو د کابل – جلال اباد پر لویه لار یو فرعی سرک جوړ کړی دی.

تېره ورځ د کابل – جلال اباد لویه لاره د غره د یوې برخې د ښویېدو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه،چې د وزارت په وینا اوس…

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د ۷ میلیارده ډالرو په پانګونې، د کانونو د کېندنې تړونونه لاسلیک شوي دي.

د طلوع نیوز په وینا د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون اففان وايي:«ایراني، چینايي، ترکي او برېټانیوي شرکتونو پانګونه کړې او په دغو اوو تړونونو کې د دوی د…