ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

Category: افغانستان

په کابل کې د طبیعي پېښو پر وړاندی د مبارزی وزارت مشر: که امیرالمومنین اجازه راکړي، موږ چمتو یو چې د اسرائیلو پر ضد جګړې ته ولاړ شو.

په کابل کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس، مولوي سلیم حقاني په هغه غونډه کی چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو د طبیعي پېښو پر وړاندې د…

د کابل ښاروالۍ د ښار هوا ککړېدو مخنیوي په موخه ټولو ښاریانو، په ځانګړې توګه د لوړ پوړیزو، د دولتي او غيردولتي ودانيو، حمامونو، د لامبو حوضونو، رسټورانټونو او هوټلونو مالکانو او نورو اصنافو ته خبر ورکړی چې د ژمي په موسم کې دې د مرکزګرمیو او تودوخې نورو سیستمونو کې د لوګي د تصفیې فلټرونه نصب کړي.سرچینه زیاتوي چې د مرکزګرمیو او د تودوخې په نورو سیسټمونو کې د لوګي د تصفیې فلټر د نصب او فعالیت له څرنګوالي څارنه کېږي او سرغړوونکي به له قانوني چلند سره مخ شي.

د افغانستان نوی اساسي قانون باید له ملي خبرو وروسته تصویب شي – د روم د غونډې ګډونوال

د  اته لویدیځو هېوادونو او اروپايي ټولنې استازیو د ایتالیا په پلازمېنه روم کې د یوې ناستې پر مهال ویلي، چې د افغانستان نوی اساسي قانون باید له رڼو، هر اړخیزو او معنالرونکې ملي مشورتي خبرو وروسته تصویب…