د غږیزو وسایلو شرکت Taction Technology په ۲۰۲۱ کال کې ادعا وکړه چې ایپل د هپټیک سیسټمونو په اړه د دوی دوه پیټینټونه نقض کړي دي. دغه سیسټمونه د پیغام ترلاسه کولو یا د تڼۍ کېکاږلو په څېر کړنو لپاره د وسیلې د رېږدېدو امکان برابروي.
دا ټکنالوژي په وسیلو لکه iPhone او Apple Watch کې شامله ده.
ایپل وویل چې د Taction د رېږدېدو ټکنالوژي یې نه ده کارولې او د محکمې پر پرېکړه به استیناف وکړي.
شرکت وویل: «که څه هم موږ د منصفه پلاوي له ارزونې څخه مننه کوو، خو له نننۍ پرېکړې او ټاکل شوي تاوان سره په کلکه موافق نه یو، ځکه چې دا پرېکړه د حقایقو له مخې هېڅ ملاتړ نه لري.»
ایپل زیاته کړه: «د Apple د Taptic Engine ټکنالوژي په بنسټیز ډول د Taction له ټکنالوژۍ سره توپیر لري، او د Taction خپله ازموینه د ایپل د محصولاتو په اړه د محاکمې پر مهال دا خبره تایید کړه.»
هپټیک ټکنالوژي خلکو ته اجازه ورکوي چې د رېږدېدو له لارې د لمس یا احساس حس تقلید کړي او له وسایلو سره تعامل وکړي.
دا ټکنالوژي د عصري وسایلو یوه مهمه ځانګړنه ګرځېدلې ده. سمارټ فونونه، ساعتونه او د ویډیو لوبو کنټرولرونه له هغو وسایلو څخه دي چې کوچني موټورونه لري او د ځانګړو برېښنايي سیګنالونو په ځواب کې حرکت کوي.
د ایپل د «Taptic Engine» سیسټم، چې په خپلو وسایلو کې هپټیک فیډبک فعالوي، لومړی ځل په ۲۰۱۴ کال کې په Apple Watch کې وړاندې شو.
له هغه وخت راهیسې ایپل خپل بنسټیز سیسټم ښه کړی او په خپلو وسایلو کې یې د هپټیک ټکنالوژۍ کارونه هم پراخ کړي دي.
Taction، چې هیډفونونه او د ګیمینګ هیډسیټونه جوړوي، په ۲۰۲۱ کال کې ادعا وکړه چې د ایپل دغه پرمختګونو هغه پیټینټونه نقض کړي چې په ۲۰۲۰ کال کې Taction ته ورکړل شوي وو.
دې شرکت په خپل شکایت کې لیکلي وو چې ایپل په خپلو وسایلو کې د لا غوره هپټیک رېږدېدو په رامنځته کولو سره د کاروونکو عمومي تجربه ښه کړې ده.
Taction وویل چې له همدې امله دغه ستر ټکنالوژیک شرکت د هغو وسایلو په پلورلو سره «د Taction له نوښت او بریا څخه ګټه اخیستې چې د دې شرکت پیټینټونه نقض کوي».
دې شرکت ایپل تورن کړ چې د دوی اختراعات یې «له جواز یا اجازې پرته» کارولي دي.
د سان ډیاګو یوه قاضي په ۲۰۲۳ کال کې پرېکړه کړې وه چې ایپل د Taction پیټینټونه نه دي نقض کړي.
خو وروسته د استیناف غوښتنه د فدرالي استیناف یوې محکمې ومنله. د دې بهیر په پایله کې د کالیفورنیا د جنوبي ولسوالۍ د امریکا په سیمهییزه محکمه کې د سپټمبر په میاشت کې د منصفه پلاوي محاکمه ترسره شوه، چې پایله یې د Taction په ګټه وه.
د جمعې ورځې په پرېکړه کې، منصفه پلاوي دا ونه موندله چې ایپل په قصدي ډول یاد پیټینټونه نقض کړي دي.
دا قضیه د هغو ګڼو ورته قضیو له ډلې یوه ده چې دې ټکنالوژیک شرکت په وروستیو کلونو کې ورسره مخامخ شوی دی.
د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې، یوه قاضي ایپل ته امر وکړ چې د طبي ټکنالوژۍ شرکت Masimo ته ۶۳۴ میلیونه ډالر ورکړي، وروسته له هغه چې یوه منصفه پلاوي وموندله چې ایپل د وینې د اکسیجن د کچې د اندازه کولو له ټکنالوژۍ سره اړوند یو پیټینټ نقض کړی و.